Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الأحقاف — آیت 3 (پښتو) — ویډیو

الأحقاف • آیت نمبر 3 (ټولې 35 آيتونه) • پښتو


مَا خَلَقْنَا السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا إِلَّا بِالْحَقِّ وَأَجَلٍ مُسَمًّى ۚ وَالَّذِينَ كَفَرُوا عَمَّا أُنْذِرُوا مُعْرِضُونَ 3
ترجمه:
مونږ اسمانونه او ځمكه او هغه څه چې د دواړو په مینځ كې دي، نه دي پیدا كړي مګر په حقه او په ټاكلې مودې سره۔ او كافران شوي كسان له هغه (قرآن) نه چې دوى پرې وېرولى شي، مخ ګرځوونكي دي الأحقاف ۴۶:۳
تفسیر:
موږ اسمانونه او ځمکه بې ځایه نه دي پيداکړي، بلکې دا ټول مو په حقه د لويو حکمتونو لپاره پيداکړي دي، چې له هغو څخه دا دي تر څو بنده ګان د هغو په ترڅ کې خپل پالونکی وپېژني، نو يوازې هغه ولمانځي او هيڅ هم ورسره شريک نه کړي او ترڅو تر داسې ټاکلې مودې پورې چې يوازې الله پرې پوهيږي په ځمکه کې د خپل ځای ناستي کېدو غوښتنې پر ځای کړي او هغه کسان چې پر الله يې کفر کړی له هغه څه مخ اړوونکي دي چې د الله په کتاب کې پرې وېرول کيږي او هيڅ پروا يې نه کوي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الأحقاف • آیت 2 راتلونکې الأحقاف • آیت 4