او هغه كسان چې ایمان يې راوړ او نېك عملونه وكړل او په هغه (قرآن) يې ایمان راوړ چې په محمد (ﷺ) نازل كړى شوى دى۔ او همدغه د دوى د رب له جانبه حق دى (نو) هغه (الله) به له دوى نه د دوى ګناهونه لرې كړي او د دوى حال به ښه كړي محمد ۴۷:۲ ⧉
تفسیر:
او هغه کسان چې پر الله يې ايمان راوړی، او ښه کارونه يې کړي، او پر هغه څه يې ايمان راوړی چې الله يې پر خپل رسول محمد صلی الله عليه وسلم نازل کړي او هغه يې د خپل پالونکي له لوري حق هم دي، الله به د هغوی ناوړه کړنې ورڅخه ورژوي، نو پر هغو به يې نه نيسي، او دنيوي او اخروي چارې به يې ورته سمې کړي.