د دې لپاره چې الله تا ته ستا هغه ګناهونه وبخښي چې مخكې تېرې شوي دي او هغه چې وروسته دي او په تا باندې خپل نعمتونه پوره كړي او تا ته نېغه لاره وښيي الفتح ۴۸:۲ ⧉
تفسیر:
ترڅو الله مخکې له دې بريا او روسته تر هغې ستا ګناه درته وبښي، او پر تا خپله پېرزوينه د ستا د دين په مرسته بشپړه کړي، او نېغې لارې ته دې لارښوونه وکړي، چې هيڅ کوږوالی پکې نشته، چې هغه د اسلام نېغه لاره ده.