د دې لپاره چې تاسو (اى خلقو!) په الله او د هغه په رسول ایمان راوړئ او د هغه (الله) مدد وكړئ او د هغه تعظیم وكړئ او سبا او بېګا د هغه تسبیح بیان كړئ الفتح ۴۸:۹ ⧉
تفسیر:
په دې هيله چې تاسو مسلمانان پر الله ايمان راوړئ او پر رسول يې ايمان راوړئ، او د رسول درناوی يې وکړئ او احترام يې وکړئ، او سهار او ماښام د الله پاکي بيان کړئ.