Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الحجرات — آیت 1 (پښتو) — ویډیو

الحجرات • آیت نمبر 1 (ټولې 18 آيتونه) • پښتو


يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تُقَدِّمُوا بَيْنَ يَدَيِ اللَّهِ وَرَسُولِهِ ۖ وَاتَّقُوا اللَّهَ ۚ إِنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ عَلِيمٌ 1
ترجمه:
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو د الله او د هغه د رسول په مخكې مه وړاندې كېږئ، او له الله نه ووېرېږئ، بېشكه الله ښه اورېدونكى، ښه پوه دى الحجرات ۴۹:۱
تفسیر:
اې هغو کسانو چې پر الله مو ايمان راوړئ او د هغه څه پيروي مو کړې چې روا کړي يې دي، د الله او د هغه د رسول په مخکې په وينا او کړنه مه وړاندې کېږئ، له الله څخه د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو وډار شئ، بېشکه الله ستاسو د ويناوو اورېدونکی او ستاسو پر کړنو ښه پوه دی، له هغه هيڅ هم نه ترې پاتې کيږي، او ژر به يې بدله درکړي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الفتح • آیت 29 راتلونکې الحجرات • آیت 2