Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الحجرات — آیت 16 (پښتو) — ویډیو

الحجرات • آیت نمبر 16 (ټولې 18 آيتونه) • پښتو


قُلْ أَتُعَلِّمُونَ اللَّهَ بِدِينِكُمْ وَاللَّهُ يَعْلَمُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ ۚ وَاللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ 16
ترجمه:
ته (دوى ته) ووایه: ایا تاسو پر خپل دین باندې الله خبروئ، حال دا چې الله پوهېږي په هر هغه څه چې په اسمانونو كې دي او په هر هغه څه چې په ځمكه كې دي، او الله په هر شي باندې ښه پوه دى الحجرات ۴۹:۱۶
تفسیر:
ای رسوله! دغو بانډه چيانوته ووايه: آيا تاسو الله ته ښوونه کوئ او پر خپل دين يې خبروئ؟! حال دا چې الله پر هغه څه پوهيږي چې په آسمانونو کې دي او پر هغه څه پوهيږي چې په ځمکه کې دي، او الله پر هرڅه ښه پوه دی، له هغه هيڅ نه پټيږي، نو د خپل دين په اړه ستاسو خبر ورکولو ته اړتيا نه لري.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الحجرات • آیت 15 راتلونکې الحجرات • آیت 17