بېشكه الله د اسمانونو او ځمكې په غیبو پوهېږي او الله هغه څه لره چې تاسو يې كوئ، ښه ليدونكى دى الحجرات ۴۹:۱۸ ⧉
تفسیر:
پرته له شکه الله د آسمانونو په پټو پوهيږي او د ځمکې په پټو پوهيږي، له هغه هيڅ هم نه شي پټېدلای، او الله د هغه څه ليدونکی دی چې تاسې يې کوئ، له هغه ستاسو له کړنو هيڅ هم نه شي پټېدلای، او ژر به تاسو ته پر ښو کړنو او بدو کړنو بدله درکړي.