Landscape MP4 Vertical MP4

سورت المائده — آیت 101 (پښتو) — ویډیو

المائده • آیت نمبر 101 (ټولې 120 آيتونه) • پښتو


يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَسْأَلُوا عَنْ أَشْيَاءَ إِنْ تُبْدَ لَكُمْ تَسُؤْكُمْ وَإِنْ تَسْأَلُوا عَنْهَا حِينَ يُنَزَّلُ الْقُرْآنُ تُبْدَ لَكُمْ عَفَا اللَّهُ عَنْهَا ۗ وَاللَّهُ غَفُورٌ حَلِيمٌ 101
ترجمه:
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو د داسې څیزونو په باره كې تپوس مه كوئ چې كه تاسو ته ظاهر كړى شي (، نو) تاسو به خفه كړي، او كه چېرې تاسو په هغه وخت كې تپوس وكړئ كله چې قرآن نازلولى شي (، نو) تاسو ته به ظاهر كړى شي، الله تاسو ته (د تېرو سوالونو) معافي كړې ده او الله ډېر بخښونكى، ډېر تحمل والا دى المائده ۵:۱۰۱
تفسیر:
اې هغو کسانو چې ايمان مو راوړی له رسوله مو د داسې شيانو په اړه پوښتنې مه کوئ چې اړتيا ورته نه لرئ، او نه مو د دين په چاره کې مرسته درسره کوي، که هغه درته څرګند شي؛ نو ښه به درته نه وي، ځکه په هغو کې به سختي وي او که تاسې د داسې شيانو په اړه پوښتنې کوئ چې له پوښتلو يې راګرځول شوي ياست کله چې پر رسول وحي نازليږي؛ نو درته بيان به يې کړي، ځکه دغه د الله لپاره آسانه دي، الله له هغو شيانو څخه تېرشوی چې قرآن ورڅخه چپ پاتې شوی؛ نو په اړه يې پوښتنې مه کوئ، که يې په اړه پوښتنې وکړئ، پر تاسو به د هغو د حکم له امله تکليف را نازل شي او الله د خپلو بنده ګانو د ګناهونو بښونکی دی کله چې هغوی توبه وباسي او زغمونکی دی چې هغوی ته پرې سزا ورنه کړي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ المائده • آیت 100 راتلونکې المائده • آیت 102