Landscape MP4 Vertical MP4

سورت المائده — آیت 39 (پښتو) — ویډیو

المائده • آیت نمبر 39 (ټولې 120 آيتونه) • پښتو


فَمَنْ تَابَ مِنْ بَعْدِ ظُلْمِهِ وَأَصْلَحَ فَإِنَّ اللَّهَ يَتُوبُ عَلَيْهِ ۗ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ 39
ترجمه:
نو چا چې له خپل ظلم نه پس توبه وكړه او (د ځان) اصلاح يې وكړه، نو بېشكه الله د ده توبه قبلوي، بېشكه الله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى المائده ۵:۳۹
تفسیر:
نو پس چاچې توبه وویستله الله تعالی ته د خپلې غلا څخه، او برابر یې کړ خپل عمل، نو بیشکه الله تعالی رجوع د رحمت کوي په ده باندې د خپلې مهربانۍ له مخې؛ دا ځکه چې بیشکه الله تعالی بخښنه کوونکی دی د ګناهونو د خپلو هغو بندګانو چې توبه یې ویستلې وي، رحم کوونکی دی په هغوی، لیکن د هغوی څخه حد نه کوزیږي په توبې سره کله چې خبره واکدار ته ورسیږي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ المائده • آیت 38 راتلونکې المائده • آیت 40