Landscape MP4 Vertical MP4

سورت المائده — آیت 4 (پښتو) — ویډیو

المائده • آیت نمبر 4 (ټولې 120 آيتونه) • پښتو


يَسْأَلُونَكَ مَاذَا أُحِلَّ لَهُمْ ۖ قُلْ أُحِلَّ لَكُمُ الطَّيِّبَاتُ ۙ وَمَا عَلَّمْتُمْ مِنَ الْجَوَارِحِ مُكَلِّبِينَ تُعَلِّمُونَهُنَّ مِمَّا عَلَّمَكُمُ اللَّهُ ۖ فَكُلُوا مِمَّا أَمْسَكْنَ عَلَيْكُمْ وَاذْكُرُوا اسْمَ اللَّهِ عَلَيْهِ ۖ وَاتَّقُوا اللَّهَ ۚ إِنَّ اللَّهَ سَرِيعُ الْحِسَابِ 4
ترجمه:
دوى له تا نه تپوس كوي چې د دوى لپاره څه حلال كړى شوي دي، ته (ورته) ووایه: تاسو لپاره پاكیزه څیزونه حلال كړى شوي دي او هغه (ښكار د) ښكاري حیواناتو چې تاسو تربیه كړې وي، چې ښكاري جوړونكي یئ، چې تاسو دوى ته له هغه علمه نه ښوونه كوئ چې الله تاسو ته ښوولى دى، نو تاسو خورئ له هغه (ښكار) نه چې دغو (ښكاري حیواناتو) تاسو لپاره نیولى وي او تاسو په هغه د الله نوم یادوئ، او له الله نه وېرېږئ، بېشكه الله ډېر ژر حساب كووونكى دى المائده ۵:۴
تفسیر:
تپوس کوي ستا څخه -ای پیغمبره!- ستا ملګري چې الله تعالی دوی لره د څه شي خوراک جایز کړی؟ ته ورته ووایه -ای پیغمبره!-: بیشکه حلال کړي الله تعالی تاسو ته ټول هغه شیان چې پاک وي د خوراکونو څخه، او جایز کړی یې دی هغه چې ښکار کړی وي هغه ښکاري چې ښودنه ورته شوي وي د داړو والاو څخه لکه سپي او پړانګان، او د پنجو والا لکه باښې، تاسو ورته ښکار ښایئ د هغه نه چې الله تعالی په تاسو احسان کړي چې هغه پوهه ده په طریقو د ښکار سره، تر دې چې داسې شي چې امر ورته وکړي خبره مني، او چې منعه يې کړي منعه کیږي، نو خورئ د هغه څه نه چې نیولی یې وي د ښکار څخه اګر که مړ کړی یې هم وي، او یادوئ نوم د الله تعالی د هغه د لیږلو په وخت کې، او وویریږئ د الله تعالی څخه په عملي کولو د هغه امرونو، او په ځان ساتلو د هغه له نواهیو څخه، بیشکه الله تعالی زر حساب کوونکی دی عملونو لره.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ المائده • آیت 3 راتلونکې المائده • آیت 5