Landscape MP4 Vertical MP4

سورت المائده — آیت 7 (پښتو) — ویډیو

المائده • آیت نمبر 7 (ټولې 120 آيتونه) • پښتو


وَاذْكُرُوا نِعْمَةَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ وَمِيثَاقَهُ الَّذِي وَاثَقَكُمْ بِهِ إِذْ قُلْتُمْ سَمِعْنَا وَأَطَعْنَا ۖ وَاتَّقُوا اللَّهَ ۚ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ 7
ترجمه:
او تاسو د الله نعمتونه یاد كړئ، چې پر تاسو باندې شوي دي او د هغه هغه پخه وعده یاده كړئ چې له تاسو سره يې مضبوطه كړې وه، كله چې تاسو وویل: مونږ واورېدل او مونږ اطاعت وكړو، او تاسو له الله نه وېرېږئ، بېشكه الله د سینو په خبرو باندې (هم) ښه عالم دى المائده ۵:۷
تفسیر:
او یاد کړئ نعمت د الله تعالی په تاسو باندې په هدایت کولو سره د اسلام طرف ته، او یاد کړئ لوظ د الله تعالی هغه چې ستاسو سره یې کړی و کله چې تاسو وویل په وخت د بیعت کولو د پیغمبر - صلی الله علیه وسلم – سره په غاړه کیښودلو او په تابعدارۍ کولو په اسانتیا او تکلیف کې: مونږ ستا وینا واوریدله او ستا د حکم تابعدارې مو وکړه، او وویریږئ له الله تعالی څخه په عملي کولو د هغه د اوامرو –او د هغه څخه د هغه لوظونه دي- او په ځان ساتلو سره د هغه له نواهیو څخه، بیشکه الله تعالی پوهه دی په هغه څه چې په زړونو کې دي، نو هیڅ شي پرې پټ نشې پاتی کیدلی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ المائده • آیت 6 راتلونکې المائده • آیت 8