Landscape MP4 Vertical MP4

سورت المائده — آیت 93 (پښتو) — ویډیو

المائده • آیت نمبر 93 (ټولې 120 آيتونه) • پښتو


لَيْسَ عَلَى الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ جُنَاحٌ فِيمَا طَعِمُوا إِذَا مَا اتَّقَوْا وَآمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ ثُمَّ اتَّقَوْا وَآمَنُوا ثُمَّ اتَّقَوْا وَأَحْسَنُوا ۗ وَاللَّهُ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ 93
ترجمه:
هېڅ ګناه نشته په هغو كسانو باندې چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، په هغه څه كې چې هغوى خوړلي دي، كله چې هغوى پرهېزګاره شوي وو او ایمان يې راوړى و او نېك عملونه يې كړي وو، بیا پرهېزګاره شوي وو او ایمان يې راوړى و، بیا پرهېزګاره شوي وو او نېكي يې كړې وه او الله نېكي كوونكي خوښوي المائده ۵:۹۳
تفسیر:
نشته په هغو کسانو ګناه - چې په الله تعالی يې ایمان راوړی، او نیک عملونه یې کړی دي الله تعالی ته د نزدیکت په خاطر - چې هغوۍ څښلي د شرابو نه مخکې د حراموالی د هغو نه، کله چې هغوی د حرامو شیانو نه ځان ساتلی وي، ویریدونکي وي د الله تعالی د غصې نه په دوی باندې، ایمان راوړونکی وي په هغه باندې، ولاړ وي په نیکو کارونو باندې، بیا دوی زیات کړی وي د الله تعالی مراقبت تر دې چې داسې بندګي کوي لکه دوی چې يې ویني، او الله تعالی هغه کسان خوښوي چې داسې بندګي يې کوي لکه دوی چې یې ویني؛ د وجې د هغه څه نه چې دوی پکې دي د درک کولو د همیشه څارنې د الله تعالی دوی لره، او دا هغه څه دي چې مومن راکاږي خایسته کولو د خپل عمل ته او مضبوطوالی د هغه ته.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ المائده • آیت 92 راتلونکې المائده • آیت 94