Landscape MP4 Vertical MP4

سورت ق — آیت 45 (پښتو) — ویډیو

ق • آیت نمبر 45 (ټولې 45 آيتونه) • پښتو


نَحْنُ أَعْلَمُ بِمَا يَقُولُونَ ۖ وَمَا أَنْتَ عَلَيْهِمْ بِجَبَّارٍ ۖ فَذَكِّرْ بِالْقُرْآنِ مَنْ يَخَافُ وَعِيدِ 45
ترجمه:
مونږ ښه پوه یو په هغو خبرو چې دوى يې وايي، او ته په دوى باندې هېڅ زور كوونكى نه يې، نو ته په قرآن سره هغه چا ته پند وركړه چې زما له وعید (او عذاب) نه وېرېږي ق ۵۰:۴۵
تفسیر:
موږ په هغه څه ښه پوهېږو چې دغه درواغ ګڼونکي يې وايي، او ای رسوله! ته پر هغوی مسلط نه يې چې پر ايمان يې مجبور کړې، ته يوازې د هغه څه رسوونکی يې چې الله يې د رسولو امر درته کړی دی، نو په قرآن هغه چاته يادونه کوه - چې وېرېږي - زما د هغه ګواښ چې د کافرانو او ګناهکارانو لپاره دی، ځکه وېرېدونکی هغه څوک دی چې پند اخلي او نصيحت حاصلوي کله چې نصحيت ورته وشي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ ق • آیت 44 راتلونکې الذاریات • آیت 1