او ځمكې لره، مونږ هغه غوړولې ده او په دې كې مو پاخه غرونه غورځولي دي او مونږ په دې كې له هر قسمه ښكلې زرغونې نه زرغون كړي دي ق ۵۰:۷ ⧉
تفسیر:
او ځمکه مو داسې وغوړوله چې د اوسېدو وړ ده، او په هغې کې مو داسې ثابت غرونه واچول تر څو هغه خوځښت ونه کړي، او په هغې کې مو هر ډول شينګي، ونې او ښکلي منظرونه را شنه کړل.