له دې نه چې مونږ ستاسو په شان (نور خلق ستاسو) په بدل كې پیدا كړو او تاسو په هغو (صورتونو) سره پیدا كړو چې تاسو پرې علم نه لرئ الواقعة ۵۶:۶۱ ⧉
تفسیر:
چې ستاسې هغه حالت به بدل کړو پر کوم پيدايښت او تصوير چې ياست چې پرې پوه ياست او له نوي سره به مو داسې پيداکړو چې پر هغه پيدايښت او صورت تاسې نه پوهېږئ.