بېشكه هغه كسان چې د الله او د هغه د رسول مخالفت كوي، دوى به هلاك كړى شي، لكه چې هلاك كړى شوي وو هغه كسان چې له دوى نه مخكې وو۔ او یقینًا مونږ ډېرې روښانه نښې (او دلايل) نازلې كړې دي او د كافرانو لپاره سپكوونكى عذاب دى المجادلة ۵۸:۵ ⧉
تفسیر:
پرته له شکه هغه کسان چې له الله او د هغه له رسول سره دښمني کوي، خوار او ذليل کړل شوي دي لکه څنګه چې له پخوانيو امتونو څخه هغه کسان خوار او ذليل کړل شوي وو، چې له الله سره يې دښمني کړې وه، او پرته له شکه موږ څرګند ايتونه را نازل کړي دي، او پر الله، د هغه پر رسول او ايتونو کفر کوونکو لپاره سپکوونکې سزا ده.