ایا نو زه له الله نه سِوا حَكم (عادل قاضي) ولټوم، حال دا چې هم هغه دى چې تاسو ته يې كتاب نازل كړى دى، چې ښه تفصیل يې شوى دى او هغه كسان چې مونږ هغوى ته (مخكې) كتاب وركړى دى؛ هغوى پوهېږي چې بېشكه دا ستا د رب له جانبه په حقه سره نازل كړى شوى دى، نو ته هېڅ كله هم له شك كوونكوڅخه مه كېږه الانعام ۶:۱۱۴ ⧉
تفسیر:
ته ووایه -ای پیغمبره- دې مشرکانو ته هغوی چې د الله تعالی سره د بل چا بندګي کوي: آیا دا خبره عقل مني چې زه دې قبول کړم پرته له الله تعالی نه بل څوک فیصله کوونکی زما او ستاسې تر منځ؟ نو پس خاص الله تعالی هغه ذات دی چې رالیږلی یې دی په تاسو باندې قران کریم بیانوونکی؛ راږیرونکی د هر یو شي، او یهودیان هغوی چې تورات مو ورته ورکړی، او نصارا هغوی چې انجیل مو ورته ورکړی، پوهیږي په دې خبره چې بیشکه قران کریم رانازل شوی دی په تا باندې مشتمل دی په حق باندې، د هغه دلیل له وجې چې دوی په خپلو دواړو کتابونو کې پدې خبره باندې موندلی و، نو د هغه وحیې په اړه چې مونږ تاته رالیږلې ده له شک کوونکو څخه مه جوړیږه.