Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الانعام — آیت 116 (پښتو) — ویډیو

الانعام • آیت نمبر 116 (ټولې 165 آيتونه) • پښتو


وَإِنْ تُطِعْ أَكْثَرَ مَنْ فِي الْأَرْضِ يُضِلُّوكَ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ ۚ إِنْ يَتَّبِعُونَ إِلَّا الظَّنَّ وَإِنْ هُمْ إِلَّا يَخْرُصُونَ 116
ترجمه:
او كه چېرې ته اطاعت وكړې د هغو كسانو د اكثریت چې په ځمكه كې دي (، نو) دوى به تا د الله له لارې نه واړوي، دوى يواځې د ګمان پیروي كوي او دوى يواځې اټكل چلوي الانعام ۶:۱۱۶
تفسیر:
او بالفرض که چیرته ته تابعداري وکړي -ای پیغمبره- د ټولو هغو چې په ځمکه کې دي د خلکو نه؛ نو وابه ړوي تالره د الله تعالی د دین نه، نو یقینا د الله تعالی طریقه دا ده چې حق د لږ خلکو سره وي، نو ډیری د خلکو تابعداري نه کوي مګر د ګمانونو چې هیڅ دلیل پرې نه وي، ځکه چې دوی دا ګمان کوي چې د دوی معبودان دوی الله تعالی ته نزدې کوي، او دوی په دې کې دروغجن دي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الانعام • آیت 115 راتلونکې الانعام • آیت 117