اى د پیریانو او انسانانو ډلې! ایا تاسو ته له هم تاسو نه رسولان نه وو راغلي چې تاسو ته به يې زما ایتونه بیانول او تاسو به يې د خپلې دې ورځې له ملاقات نه وېرولئ؟ دوى به ووايي: مونږ د خپلو ځانونو په خلاف ګواهي كوو او دوى دنيايي ژوند دوكه كړي وو او دوى به د خپلو ځانونو په خلاف ګواهي وركړي دا چې بېشكه دوى كافران وو الانعام ۶:۱۳۰ ⧉
تفسیر:
او مونږ به دوی ته د قیامت په ورځ ووایو: ای د پیریانو او انسانانو ډلې! آیا نه وو راغلي تاسو ته پیغام راړونکي (پیغمبران) ستاسو د جنس نه -نو هغوی هم د انسانانو له ډلې څخه وو- لوستله یې په تاسو باندې هغه وحې چې الله تعالی په هغوی رالیږلې وه، او ویره یې درکوله تاسو ته د ملاقات د دې ورځې چې هغه د قیامت ورځ ده؟ دوی وویل: ولې نه، مونږ نن ورځ په خپل ځان اقرار وکړ چې بیشکه ستا پیغمبرانو مونږ ته دین رارسولی و، او مونږ اقرار وکړ په ملاقات د دې ورځې، خو مونږ ستا پيغمبران دروغجن ګڼلي وو، او د دې ورځې راتګ مو دروغجن ګڼلی و. او دوکه کړی وو دوی لره ژوند دنیوي د وجې د هغه عارضي ښایست او ختمیدونکو نعمتونو نه چې په دې کې دي، او دوی اقرار وکړ په خپلو ځانونو چې دوی په دنیا کې په الله تعالی او د هغه په پیغمبرانو باندې کفر کوونکي وو، خو لیکن فایده ورنه کړه دوی ته نه دې اقرار او نه دې ایمان؛ ځکه چې وخت یې تیر شوی و.