Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الانعام — آیت 139 (پښتو) — ویډیو

الانعام • آیت نمبر 139 (ټولې 165 آيتونه) • پښتو


وَقَالُوا مَا فِي بُطُونِ هَٰذِهِ الْأَنْعَامِ خَالِصَةٌ لِذُكُورِنَا وَمُحَرَّمٌ عَلَىٰ أَزْوَاجِنَا ۖ وَإِنْ يَكُنْ مَيْتَةً فَهُمْ فِيهِ شُرَكَاءُ ۚ سَيَجْزِيهِمْ وَصْفَهُمْ ۚ إِنَّهُ حَكِيمٌ عَلِيمٌ 139
ترجمه:
او دوى وايي: هغه چې د دې څارویو په ګېډو كې دي (هغه) زمونږ د نرانو لپاره خالص دي او زمونږ په ښځو باندې حرام كړى شوي دي او كه چېرې هغه مردار وي، نو دوى (نر او ښځه) په هغه كې شریكان دي، ژر به هغه (الله) دوى ته د خپل (دې) بیان سزا وركړي، بېشكه هغه ښه حكمت والا، ښه عالم دى الانعام ۶:۱۳۹
تفسیر:
او وایې دوی: هغه بچي چې د دې سائبو او بحیرو په ګېدو کې دي؛ که چیرته ژوندي پیدا شول نو دا یوازې زمونږ نارینه و ته حلال دي، او په ښځو باندې مو حرام دي، او که چیرته مړه وزیږیدل نو بیا پکې نارینه او ښځینه ټول شریک دي(په خوړلو کې یې). زر دی چې سزا به ورکړي دوی ته الله تعالی په دې وینا د دوی هغه سزا چې دوی یې وړ دي، بیشکه الله تعالی د حکمت والا دی په خپل شریعت کې او د خپلو مخلوقاتو د چارو په برابرولو کې، باخبره دی په دوی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الانعام • آیت 138 راتلونکې الانعام • آیت 140