Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الانعام — آیت 146 (پښتو) — ویډیو

الانعام • آیت نمبر 146 (ټولې 165 آيتونه) • پښتو


وَعَلَى الَّذِينَ هَادُوا حَرَّمْنَا كُلَّ ذِي ظُفُرٍ ۖ وَمِنَ الْبَقَرِ وَالْغَنَمِ حَرَّمْنَا عَلَيْهِمْ شُحُومَهُمَا إِلَّا مَا حَمَلَتْ ظُهُورُهُمَا أَوِ الْحَوَايَا أَوْ مَا اخْتَلَطَ بِعَظْمٍ ۚ ذَٰلِكَ جَزَيْنَاهُمْ بِبَغْيِهِمْ ۖ وَإِنَّا لَصَادِقُونَ 146
ترجمه:
او پر هغو كسانو باندې چې یهودیان دي، مونږ هر نوكداره څاروي حرام كړي وو او له غوایانو او ګډو نه مونږه پر هغوى باندې د هغو دواړو وازدې حرامې كړې وې، سِوا له هغو نه چې د هغو شاګانو پورته كړې وي، یا كُلمو، یا هغه چې له هډوكو سره لګېدلې وي، دا مونږ هغوى ته د خپلې سركشۍ سزا وركړه او بېشكه مونږ خامخا رښتیا ویونكي یو الانعام ۶:۱۴۶
تفسیر:
او مونږ حرام کړي وو په یهودیانو باندې هغه څه چې ګوتې یې له یو بل څخه نه وي جلا لکه: اوښ او شتر مرغ، او حرام کړې مو وې پر دوی باندې وازدې د غواګانو او ګډو مګر هغه چې نښتې وي د دوی په شاګانو پورې، او یا بار کړي وي د دوی کولمو، او یا ګډې وې د هډوکو سره لکه د لم او اړخونو، او بیشکه مونږ بدله ورکړه دوی ته د دوی دظلم له وجې نه په حراموالي د دغو شیانو په دوی باندې، او بیشکه مونږ ریښتیا ویونکي یو په ټولو هغه شیانو کې چې خبر پرې ورکوو.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الانعام • آیت 145 راتلونکې الانعام • آیت 147