ته (دوى ته) ووایه: بېشكه زه منع كړى شوى یم له دې نه چې زه د هغو (څیزونو) عبادت وكړم چې تاسو يې له الله نه غير بلئ، ته ووایه: زه ستاسو د خواهشاتو پیروي نه كوم، (كه ومې كړه، نو) یقینًا زه به په د غه وخت كې ګمراه شوى یم اونه به یم زه له نېغه لار موندونكو نه الانعام ۶:۵۶ ⧉
تفسیر:
ته ووایه -ای پیغمبره-: بیشکه زه منع کړی شوي یم د بندګۍ د هغه چا نه چې تاسو یې بندګي کوئ پغیر له الله تعالی نه، ته ووایه -ای پیغمبره-: زه تابعداري نه کوم ستاسو د خواهشاتو په عبادت کولو د غیر الله کې، نو که زه چیر ته ستاسو د خواهشاتو تابعداري وکړم په دې خبره کې نو زه د بې لارې شوو خلکو نه شم د حق د لارې نه، او هغې ته به ونه رسیږم، او دا حال د هر هغه چا دی چې د خواهشاتو تابعداري یې کړي وي پرته له کوم د لیل نه د الله تعالی له طرفه.