Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الانعام — آیت 66 (پښتو) — ویډیو

الانعام • آیت نمبر 66 (ټولې 165 آيتونه) • پښتو


وَكَذَّبَ بِهِ قَوْمُكَ وَهُوَ الْحَقُّ ۚ قُلْ لَسْتُ عَلَيْكُمْ بِوَكِيلٍ 66
ترجمه:
او ستا قوم د دې (قرآن) تكذیب وكړ، حال دا چې همدا حق دى، ته (ورته) ووایه: زه پر تاسو باندې نګهبان نه یم الانعام ۶:۶۶
تفسیر:
او دروغ وګاڼه دې قران لره ستا قوم، او دا حق دی داسې چې هیڅ شک پکې نشته چې یقینا دا د الله تعالی له طرفه دی، ته دوی ته ووایه -ای پیغمبره- زه په تاسو په څوکۍ کولو ذمه وار نه یم، نو نه یم زه مګر ویره درکوونکی یم تاسو ته مخکې د سخت عذاب له راتلو څخه.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الانعام • آیت 65 راتلونکې الانعام • آیت 67