او كه چېرې مونږه په تا باندې په كاغذ كې (لیكلى) كتاب نازل كړ، بيا دوى په هغه خپل لاسونه (هم) لګولي وى، (نو) خامخا كافر شويو كسانو به ویل: نه دى دا مګر ښكاره جادو الانعام ۶:۷ ⧉
تفسیر:
او که چیرته مونږ رانازل کړی وی په تا باندې –ای پیغمبره- کتاب چې په ورقو (پاڼو) کې لیکل شوی وي، او دوی په خپلو سترګو لیدلی وی، او دوی متأکد شوي وي د دې کتاب نه په لاس لګولو سره؛ نو بیا به هم دوی په دې باندې ایمان نه وي راوړی د وجې د انکار د دوی نه او د وجې د قصد د دوی نه، او خامخا دوی به ویلي وي: ندي هغه څه چې تا پرې راتګ کړی مګر ښکاره جادو، نو هیڅکله مونږ په دې باندې ایمان نه راوړو.