Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الصف — آیت 12 (پښتو) — ویډیو

الصف • آیت نمبر 12 (ټولې 14 آيتونه) • پښتو


يَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ وَيُدْخِلْكُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ وَمَسَاكِنَ طَيِّبَةً فِي جَنَّاتِ عَدْنٍ ۚ ذَٰلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ 12
ترجمه:
هغه به تاسو ته ستاسو ګناهونه وبخښي او تاسو به داسې جنتونو ته داخل كړي چې د هغو له لاندې ولې بهېږي او د تل اوسېدنې په جنتونو كې په ډېرو پاكېزه استوګنو كې (به مو داخل كړي) ۔، دغه ډېره لویه كامیابي ده الصف ۶۱:۱۲
تفسیر:
د دغه سوداګرۍ ګټه داده چې الله به مو د ګناهونو بخښنه درته وکړي، او داسې جنتونو ته به مو ننباسي چې تر ماڼيو او ونو لاندې يې ويالې بهيږي، او په جنتونو کې به مو داسې خوندورو ځايونو ته ننباسي چې هستوګنه به وي پکې انتقال به نه وي ترې، دغه ياده شوې بدله داسې لويه بريا ده چې بله هيڅ بريا نه شي ورته نېږدې کېدلای.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الصف • آیت 11 راتلونکې الصف • آیت 13