Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الصف — آیت 14 (پښتو) — ویډیو

الصف • آیت نمبر 14 (ټولې 14 آيتونه) • پښتو


يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُونُوا أَنْصَارَ اللَّهِ كَمَا قَالَ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ لِلْحَوَارِيِّينَ مَنْ أَنْصَارِي إِلَى اللَّهِ ۖ قَالَ الْحَوَارِيُّونَ نَحْنُ أَنْصَارُ اللَّهِ ۖ فَآمَنَتْ طَائِفَةٌ مِنْ بَنِي إِسْرَائِيلَ وَكَفَرَتْ طَائِفَةٌ ۖ فَأَيَّدْنَا الَّذِينَ آمَنُوا عَلَىٰ عَدُوِّهِمْ فَأَصْبَحُوا ظَاهِرِينَ 14
ترجمه:
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو د الله مدد كوونكي شئ، لكه چې د مریمې زوى عیسٰی حواریانو (خپلو ملګرو) ته ویلي وو: د الله طرف ته زما مدد كوونكي څوك دي؟ حواریانو وویل: مونږ د الله مدد كوونكي یو، نو په بني اسرائیلو كې یوې ډلې ایمان راوړو او بله ډله كافره شوه، نو مونږ هغو كسانو ته د خپل دښمن په خلاف قوت وركړو چې ایمان يې راوړى و، نو دوى غالبه شول الصف ۶۱:۱۴
تفسیر:
اې هغو کسانو چې پر الله يې ايمان راوړی او پر هغه څه يې عمل کړی چې ورته روا کړي يې دي، د الله مرستندويان شئ د هغه د دين په مرسته کولو سره چې رسول مو درته راوړی دی، لکه د حواريينو (د عيسی عليه السلام د ځانګړو ملګرو) مرسته، کله چې عيسی عليه السلام ورته وويل: څوک مې د الله په لار کې مرستندويان دي؟ هغوی په بيړه کولو سره ځواب ورکړ: موږ د الله مرستندويان يو، نو له بني اسرائيلو يوې ډلې پر عيسی عليه السلام ايمان راوړ، او بله ډله پرې کافره شوه، نو کومو کسانو چې پر عيسی عليه السلام ايمان راوړ د هغوی مرسته مو وکړه د هغو خلکو پر خلاف چې پر الله يې کفر کړی و، نو پر هغوی برلاسي شول.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الصف • آیت 13 راتلونکې الجمعة • آیت 1