او له هغه چا نه لوى ظالم څوك دى چې په الله پورې له ځانه دروغ تړي، حال دا چې هغه اسلام ته بللى شي۔ او الله ظالم قوم ته هدایت نه كوي الصف ۶۱:۷ ⧉
تفسیر:
او له هغه سخت ظالم هيڅوک نشته چې پر الله درواغ تړي، داسې چې هغه لره يې داسې سيالان ګرځولي چې له هغه پرته يې عبادت کوي، او هغه يوازې د الله د يووالي دين اسلام ته را بلل کيږي، او الله هغه قوم ته چې د شرک او ګناهونو له امله يې پر ځانونو ظلم کړی، هغوی ته د لارښوونې او سمې لارې توفيق نه ورکوي.