Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الجمعة — آیت 2 (پښتو) — ویډیو

الجمعة • آیت نمبر 2 (ټولې 11 آيتونه) • پښتو


هُوَ الَّذِي بَعَثَ فِي الْأُمِّيِّينَ رَسُولًا مِنْهُمْ يَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِهِ وَيُزَكِّيهِمْ وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَإِنْ كَانُوا مِنْ قَبْلُ لَفِي ضَلَالٍ مُبِينٍ 2
ترجمه:
دغه (الله) همغه ذات دى چې امیانو ته يې له همدوى ځنې یو رسول لېږلى دى، چې دوى ته د هغه (الله) ایتونه تلاوت كوي او د دوى تزكیه كوي او دوى ته كتاب او حكمت (سنت) ښیي او بېشكه شان دا دى چې دوى له ده نه مخكې یقینًا په ښكاره ګمراهۍ كې وو الجمعة ۶۲:۲
تفسیر:
همغه ذات و چې ویې لیږه په هغه عربو کې رسول چې نه یې لوستل کولی شول او نه لیکل هغه پر هغوی د الله داسې ايتونه لولي چې پرې نازل کړي يې دي، له کفر او ناوړه اخلاقو يې پاکوي، قرآن ورته ښيي، سنت ورزده کوي، او پرته له شکه هغوی د رسول له ورلېږلو مخکې له حقه په څرګنده لارورکۍ کې وو، داسې چې د بوتانو عبادت يې کولو، وينې يې بهولې او خپلوۍ يې پرې کولې.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الجمعة • آیت 1 راتلونکې الجمعة • آیت 3