Landscape MP4 Vertical MP4

سورت التغابن — آیت 3 (پښتو) — ویډیو

التغابن • آیت نمبر 3 (ټولې 18 آيتونه) • پښتو


خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ بِالْحَقِّ وَصَوَّرَكُمْ فَأَحْسَنَ صُوَرَكُمْ ۖ وَإِلَيْهِ الْمَصِيرُ 3
ترجمه:
ده اسمانونه او ځمكه په حقه سره پیدا كړي دي او ستاسو صورتونه يې جوړ كړل، پس ستاسو صورتونه يې ډېر ښكلي كړي دي او خاص ده ته بېرته ورتګ دى التغابن ۶۴:۳
تفسیر:
اسمانونه او ځمکه يې په حقه پيداکړل، هغوی يې بې ګټې پيدا نه کړل، او اې خلکو! تاسو ته يې شکلونه درکړل؛ نو د خپل احسان او پېرزوينې له مخې يې ښه شکلونه درکړل، که يې غوښتي وای؛ نو بد به يې پيداکړي وای، او د قيامت په ورځ يوازې هغه ته ورګرځېدل دي، نو پر اعمالو به مو بدله درکړي، که ښه وو؛ نو ښه بدله، او که بد وو؛ نو بده بدله.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ التغابن • آیت 2 راتلونکې التغابن • آیت 4