كافران شوي كسان (دا غلطه) عقیده ساتي چې دوى به له سره بیا راژوندي نه كړى شي۔، ته (دوى ته) ووایه: ولې نه! زما په خپل رب قسم دى چې تاسو به خامخا ضرور بیا راژوندي كړى شئ، بیا به تاسو ته خامخا ضرور د خپلو كړو عملونو خبر دركولى شي او دا (كارونه) الله ته ډېر اسان دي التغابن ۶۴:۷ ⧉
تفسیر:
هغه کسانو چې پر الله يې کفر کړی دا ګومان وکړ چې هيڅکله به الله د هغوی له مرګ وروسته بيا ژوندي را پورته نه کړي، اې رسوله! دغو له بېرته را ژوندي کېدو نټه کوونکو ته ووايه: ولې نه، پر خپل پالونکي مې دې قسم وي تاسو به د قيامت په ورځ هرومرو را پاڅول کېږئ، بيا به پر هغه خبرول کېږئ چې په دنيا کې مو کړي دي، او دغه بيا راپاڅول پر الله ډېر اسانه دي، هغه په لومړي ځل پيداکړي ياست، نو هغه ستاسو له مرګ وروسته د حساب او بدلې لپاره ستاسو پر بيا را پاڅولو ځواکمن دی.