دى همغه ذات دى چې تاسو لپاره يې ځمكه تابع ګرځولې ده، نو تاسو د دې په اوږو (اطرافو، لارو) كې ګرځئ او د دغه (الله) له رزق نه خورئ او خاص ده ته (ستاسو) بیا ژوندي راپورته كېدل دي الملك ۶۷:۱۵ ⧉
تفسیر:
همغه ذات دی چې تاسو لره يې ځمکه پسته نرمه ګرځولې، پر هغې د اوسېدو لپاره، نو په بېلابېلو برخو او اړخونو کې يې وګرځئ، او له هغه روزي يې وخورئ چې تاسې لره يې پکې چمتو کړې ده، او يوازې هغه ته مو د حساب او بدلې لپاره بېرته را پورته کېدل دي.