Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الملك — آیت 3 (پښتو) — ویډیو

الملك • آیت نمبر 3 (ټولې 30 آيتونه) • پښتو


الَّذِي خَلَقَ سَبْعَ سَمَاوَاتٍ طِبَاقًا ۖ مَا تَرَىٰ فِي خَلْقِ الرَّحْمَٰنِ مِنْ تَفَاوُتٍ ۖ فَارْجِعِ الْبَصَرَ هَلْ تَرَىٰ مِنْ فُطُورٍ 3
ترجمه:
هغه (الله) چې اوه اسمانونه يې طبقې طبقې (لاندې باندې) پیدا كړي دي، ته به د رحمٰن په پیداكونه كې هېڅ خلل (او فرق)، ونه وینې۔، پس سترګې بېرته راواړه۔، ایا ته كوم څیرې والى (او چاود) وینې الملك ۶۷:۳
تفسیر:
(الله) هغه ذات دی چې اوه آسمانونه يې پيداکړي، هر آسمان د خپل مخکېني آسمان لپاره يوه داسې طبقه ده چې يو آسمان له بل آسمان سره نه دی لګېدلی.اې ليدونکيه! ته به په هغه څه کې چې الله پيداکړي هيڅ توپير او نا مناسب څه ونه وينې. نو سترګې وغړوه آيا کوم څيرې والی او شلېدل وينې؟! هيڅکله به دا ونه وينې، ته به يوازې پياوړی باوري پيدايښت وينې.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الملك • آیت 2 راتلونکې الملك • آیت 4