Landscape MP4 Vertical MP4

سورت القلم — آیت 51 (پښتو) — ویډیو

القلم • آیت نمبر 51 (ټولې 52 آيتونه) • پښتو


وَإِنْ يَكَادُ الَّذِينَ كَفَرُوا لَيُزْلِقُونَكَ بِأَبْصَارِهِمْ لَمَّا سَمِعُوا الذِّكْرَ وَيَقُولُونَ إِنَّهُ لَمَجْنُونٌ 51
ترجمه:
او بېشكه شان دا دى چې كافران شوي خلق نژدې وو چې تا په خپلو سترګو سره خامخا وښیوي، كله چې دوى ذكر (قرآن) واورېده او دوى وايي چې بېشكه دى خامخا لېونى دى القلم ۶۸:۵۱
تفسیر:
او کله چې هغه کسان چې پر الله يې کفر کړی او د هغه رسول يې درواغجن ګڼلی دغه پرتا نازل کړل شوی قرآن واوري، نو نېږدې دي چې تاته له سخت تېز کتلو به دې په خپلو سترګو وښويوي او د خپلو غوښتنو د پيروۍ او له حقه د مخ اړولو له مخې به وايي: بېشکه هغه رسول چې دغه څه يې راوړي هرومرو لېونی دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ القلم • آیت 50 راتلونکې القلم • آیت 52