Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الاعراف — آیت 103 (پښتو) — ویډیو

الاعراف • آیت نمبر 103 (ټولې 206 آيتونه) • پښتو


ثُمَّ بَعَثْنَا مِنْ بَعْدِهِمْ مُوسَىٰ بِآيَاتِنَا إِلَىٰ فِرْعَوْنَ وَمَلَئِهِ فَظَلَمُوا بِهَا ۖ فَانْظُرْ كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُفْسِدِينَ 103
ترجمه:
بیا وروسته له دوى نه مونږ فرعون او د هغه سردارانو ته موسٰی ولېږه له خپلو ایتونو (معجزو) سره، نو هغوى په دې (ایتونو) سره ظلم وكړ، نو ته وګوره د ورانكارو انجام څنګه شو؟ الاعراف ۷:۱۰۳
تفسیر:
بیا مونږ ولیږه وروسته د دې پیغمبرانو نه موسی -علیه السلام- په معجزاتو او ښکاره دلیلونو خپلو سره هغه چې دلالت کوونکي وو د هغه په ریښتنولۍ فرعون او د هغه قوم ته، نو نه وو د دوی نه مګر دا چې انکار یې وکړ په دې معجزو او کفر یې پرې وکړ، نو ته په غور سره وګوره -ای پیغمبره- څرنګه شو اخري انجام د فرعون او د هغه د قوم، نو بیشکه الله تعالی هغوی په غرقیدلو سره تباه کړل، او راویې لیږه په دوی پسې لعنت په دنیا او اخرت کې.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الاعراف • آیت 102 راتلونکې الاعراف • آیت 104