Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الاعراف — آیت 105 (پښتو) — ویډیو

الاعراف • آیت نمبر 105 (ټولې 206 آيتونه) • پښتو


حَقِيقٌ عَلَىٰ أَنْ لَا أَقُولَ عَلَى اللَّهِ إِلَّا الْحَقَّ ۚ قَدْ جِئْتُكُمْ بِبَيِّنَةٍ مِنْ رَبِّكُمْ فَأَرْسِلْ مَعِيَ بَنِي إِسْرَائِيلَ 105
ترجمه:
ټینګ ولاړ (یم) په دې خبره چې نه وایم پر الله مګر حقه خبره، یقینًا ما تاسو ته د خپل رب له جانبه ښكاره معجزه راوړې ده، نو ته زما سره بني اسرائیل خوشې كړه (ولېږه) الاعراف ۷:۱۰۵
تفسیر:
وویل موسی -علیه السلام-: او هر کله چې زه د هغه له طرفه رالیږل شوی یم نو زه ډیر حقدار یم په دې خبره چې ونه وایم په الله تعالی باندې مګر حق خبره، بیشکه ما راتګ کړی تاسو ته په ښکاره دلیل چې دلالت کوي زما په ریښتنولۍ او په دې چې یقینا زه رالیږل شوی یم د خپل رب له طرف نه تاسو ته، نو پریږده زما سره بنی اسرائیل د هغه بند او ظلم نه چې دوی پکې دي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الاعراف • آیت 104 راتلونکې الاعراف • آیت 106