او كله چې موسٰی زمونږ ټاكلي وخت ته راغى او خپل رب يې ورسره خبرې وكړې، ويې ويل: اى زما ربه! ته ما ته (خپل ځان) وښیه چې زه تا ووینم، وویل: (رب:) ته به ما (په دنیا كې) له سره ونه وینې او لېكن ته غر ته وګوره، نو كه چېرې هغه په خپل ځاى ثابت پاتې شو، نو ژر ده چې ته به ما ووینې، نو كله چې خپل رب يې غر ته تجلي وكړه (، نو) هغه يې ذرې ذرې وګرځاوه او موسٰی بېخوده پرېوتلو، نو كله چې په خود شو، ويې ويل: زه ستا پاكي بیانوم، ما تا ته توبه وښكله او زه تر ټولو اول ایمان راوړونكى یم الاعراف ۷:۱۴۳ ⧉
تفسیر:
او کله چې موسی -علیه السلام- د خپل رب د ملاقات لپاره راغی په خپل مقرر وخت کې، او هغه د څلویښتو شپو پوره والی و، او خپل رب ورسره خبرې وکړې په څه کې چې یې ورسره خبرې کولې د حکمونو او نواهیو او نورو څخه، د موسی -علیه السلام- د خپل رب لیدلو ته شوق وشو، نو د خپل رب څخه یې وغوښتل چې دی ورته وګوري، نو الله تعالی ورته جواب ورکړ: ته هیڅکله ما په دنیایي ژوند کې نشې لیدلی؛ ځکه چې ته د دې وسه او طاقت نه لرې، لیکن ته غر ته وګوره کله چې زه هغه ته ښکاره شم نو که چیرته هغه په خپل ځای پاتي شو او څه اثر یې پرې ونه کړ نو ژر دی چې ته به ما ووینې، او که چیرته دا غر د ځمکې سره برابر شو نو ته بیا ما لره هیڅکله په دنیا کې نشې لیدلی، نو هر کله چې الله تعالی د غره لورې ته جلوه وکړه نو ویې ګرځاوه هغه لره برابر د ځمکې سره، او موسی - علیه السلام- بې هوشه راپریوت، نو هر کله چې په هوش کې راغی د دغې بې هوشۍ نه ویې ویل: پاکي ده تا لره -ای ربه- پاکې د هر هغه څه نه چې ستا سره نه ښایې، دا دی ما تاته توبه وویستله د هغه څه نه چې ما ستا نه غوښتلي و ستا د لیدلو نه په دنیا کې، او بیشکه زه د لومړیو غاړه ایښودونکو څخه یم تا ته د خپل قوم نه.