Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الاعراف — آیت 48 (پښتو) — ویډیو

الاعراف • آیت نمبر 48 (ټولې 206 آيتونه) • پښتو


وَنَادَىٰ أَصْحَابُ الْأَعْرَافِ رِجَالًا يَعْرِفُونَهُمْ بِسِيمَاهُمْ قَالُوا مَا أَغْنَىٰ عَنْكُمْ جَمْعُكُمْ وَمَا كُنْتُمْ تَسْتَكْبِرُونَ 48
ترجمه:
او د اَعراف ملګري به داسې سړیو ته اواز وكړي چې دوى به يې په خپلو نښو سره پېژني، دوى به (ورته) وايي: تاسو ته نه خو ستاسو ډلې فايده درورسوله او (نه) هغه چې تاسو به تكبر كاوه الاعراف ۷:۴۸
تفسیر:
او اواز به وکړي د اعراف والا څه سړو ته د اور والاو د کافرانو نه چې پیژني به دوی په خپلو نښو باندې لکه د مخونو توروالی او د سترګو شینوالی دوی ته به وایې: فایده درنه کړه تاسو لره جمع کولو د مالونو او ډیروالي د سړو، او فایده درنه کړه تاسو ته ستاسو مخ اړولو د حق نه د لویۍ او ځان اوچتوالی د وجې نه.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الاعراف • آیت 47 راتلونکې الاعراف • آیت 49