Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الاعراف — آیت 6 (پښتو) — ویډیو

الاعراف • آیت نمبر 6 (ټولې 206 آيتونه) • پښتو


فَلَنَسْأَلَنَّ الَّذِينَ أُرْسِلَ إِلَيْهِمْ وَلَنَسْأَلَنَّ الْمُرْسَلِينَ 6
ترجمه:
نو خامخا لازمًا به مونږ له هغو خلقو نه تپوس وكړو چې رسولان ورته استول شوي وو او خامخا لازمًا به مونږ له رسولانو نه (هم) تپوس وكړو الاعراف ۷:۶
تفسیر:
نو خامخا تپوس به وکړو مونږ د قیامت په ورځ د هغو امتونو نه چې مونږ ورته پیغمبران لیږلی وو د هغه جواب باره کې چې دوی پیغمبرانو ته ورکړی و، او خامخا مونږ به تپوس وکړو د پیغمبرانو نه د هغو د تبلیغ باره کې د کوم شي چې دوی ته یې په رسولو امر شوی و، او چې دوی ته د دوی امتونو څه جواب ورکړی و.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الاعراف • آیت 5 راتلونکې الاعراف • آیت 7