Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الاعراف — آیت 71 (پښتو) — ویډیو

الاعراف • آیت نمبر 71 (ټولې 206 آيتونه) • پښتو


قَالَ قَدْ وَقَعَ عَلَيْكُمْ مِنْ رَبِّكُمْ رِجْسٌ وَغَضَبٌ ۖ أَتُجَادِلُونَنِي فِي أَسْمَاءٍ سَمَّيْتُمُوهَا أَنْتُمْ وَآبَاؤُكُمْ مَا نَزَّلَ اللَّهُ بِهَا مِنْ سُلْطَانٍ ۚ فَانْتَظِرُوا إِنِّي مَعَكُمْ مِنَ الْمُنْتَظِرِينَ 71
ترجمه:
هغه وویل: یقینًا پر تاسو باندې د خپل رب له جانبه عذاب او غضب ثابت شو، ایا تاسو زما سره په هغو نومونو كې جګړه كوئ چې هغه تاسو پخپله او ستاسو پلرونو نومولي دي، الله د هغو په باره كې هېڅ دلیل نه دى نازل كړى، نو تاسو انتظار كوئ، بېشكه زه تاسو سره له انتظار كوونكو ځنې یم الاعراف ۷:۷۱
تفسیر:
نو هود -علیه السلام- هغوی ته په جواب کې وویل: بیشکه تاسو مستحق شوي یاست د الله تعالی د عذاب او د هغه د غضب نو دا دواړه په تاسو باندې خامخا واقع کیدونکي دي، آیا تاسو جګړه کوئ زما سره د هغو بتانو باره کې چې نومونه ورله ایښودلي تاسو او مشرانو ستاسو معبودان، او د هغوی هیڅ حقیقت نشته؟! نو ندی رالیږلی الله تعالی څه دلیل چې تاسو پرې دلیل نیسئ په هغه څه کې چې تاسو یې دعوه کوئ د هغوی باره کې د بندګۍ د حق، نو تاسو انتظار وکړئ د هغه څه چې تاسو په تلوار سره غوښتلی ستاسو لپاره د عذاب نه، او زه هم ستاسو سره د انتظار کوونکو څخه یم، نو هغه خامخا په تاسو باندې واقع کیدونکی دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الاعراف • آیت 70 راتلونکې الاعراف • آیت 72