Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الاعراف — آیت 77 (پښتو) — ویډیو

الاعراف • آیت نمبر 77 (ټولې 206 آيتونه) • پښتو


فَعَقَرُوا النَّاقَةَ وَعَتَوْا عَنْ أَمْرِ رَبِّهِمْ وَقَالُوا يَا صَالِحُ ائْتِنَا بِمَا تَعِدُنَا إِنْ كُنْتَ مِنَ الْمُرْسَلِينَ 77
ترجمه:
نو هغوى د اوښې پړكي پرې كړل او د خپل رب له حكم نه يې سركشي وكړه او ويې ويل: اى صالحه! پر مونږ راوله هغه (عذاب) چې ته مونږ په هغه سره وېروې، كه چېرې ته له رسولانو څخه يې الاعراف ۷:۷۷
تفسیر:
نو مړه کړه دوی هغې اوښې لره چې دوی یې منع کړي وو د دې نه چې څه ضرر ورته ورسوي، په داسې حال کې چې لویې کوونکي وو د الله تعالی د امر د منلو نه، او د مسخرې په ډول یې وویل په داسې حال کې لرې ګڼوونکي وو هغه عذاب لره چې دوی پرې صالح -علیه السلام- ویرولي وو: ای صالح! رواړه مونږ ته هغه دردناک عذاب چې ته پرې مونږ ویروې که چیرته ته په ریښتیا د الله تعالی له طرفه پیغمبر یې.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الاعراف • آیت 76 راتلونکې الاعراف • آیت 78