Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الاعراف — آیت 90 (پښتو) — ویډیو

الاعراف • آیت نمبر 90 (ټولې 206 آيتونه) • پښتو


وَقَالَ الْمَلَأُ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ قَوْمِهِ لَئِنِ اتَّبَعْتُمْ شُعَيْبًا إِنَّكُمْ إِذًا لَخَاسِرُونَ 90
ترجمه:
او د هغه له قومه كافرو مشرانو وویل: یقینًا كه چېرې تاسو د شعیب تابعداري وكړه، بېشكه تاسو به په دغه وخت كې خامخا له تاوانیانو څخه یئ الاعراف ۷:۹۰
تفسیر:
د شعیب-علیه السلام- له قوم څخه کافرو مشرانو او ملکانو چې د توحید بلنه یې نه منله او خلک یې له شعیب علیه السلام او د هغه له دین څخه منعه کول وویل: که چیرته تاسو ننوځئ -ای زمونږه قومه! د شعیب -علیه السلام- په دین کې، او پریږدئ خپل دین او د خپلو مشرانو دین نو تاسو به یقینا په دغه وخت کې هلاکیدونکي یاست.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الاعراف • آیت 89 راتلونکې الاعراف • آیت 91