Landscape MP4 Vertical MP4

سورت نوح — آیت 28 (پښتو) — ویډیو

نوح • آیت نمبر 28 (ټولې 28 آيتونه) • پښتو


رَبِّ اغْفِرْ لِي وَلِوَالِدَيَّ وَلِمَنْ دَخَلَ بَيْتِيَ مُؤْمِنًا وَلِلْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ وَلَا تَزِدِ الظَّالِمِينَ إِلَّا تَبَارًا 28
ترجمه:
اى زما ربه! ته ما وبخښه او زما مور او پلار او هغه څوك (هم) چې زما كور ته داخل شي، چې ایمان لرونكى وي اومومن سړي او مومنې ښځې (وبخښه) او ظالمانو ته مه زیاتوه مګر هلاكت نوح ۷۱:۲۸
تفسیر:
اې زما پالونکيه د ګناهونو بښنه مې راته وکړې، مور او پلار ته مې بښنه وکړې، او هغه چاته بښنه وکړې چې زما کور ته د مؤمن په ډول ننوځي، او مؤمنو نارينه او مؤمنو ښځينه وو ته بښنه وکړې او د کفر او ګناهونو له امله پر ځانونو ظلم کوونکو ته له تباهۍ او زيان پرته بل څه مه ور زياتوه.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ نوح • آیت 27 راتلونکې الجن • آیت 1