دى به تاسو ته ستاسو ځینې ګناهونه وبخښي او ترټاكلې نېټې پورې به تاسو وروسته (او باقي پاتې) كړي، بېشكه د الله نېټه چې كله راشي (نو) وروسته كېدى نشي، كه چېرې تاسو پوهېږئ نوح ۷۱:۴ ⧉
تفسیر:
پرته له شکه که تاسې دا وکړئ، الله به مو هغه ګناهونه در وبښي چې د بندګانو ترحقوقو تړاو نه لري، او د الله په پوهه کې تر يوې ټاکلې نېټې به مو په ژوند کې موده دروغځوي، ځمکه به آبادوئ که چېرې پردې ټينګ ودرېدئ، پرته له شکه مرګ چې کله راشي بيا نه ځنډيږي، که چېرې تاسې پوهېدلای؛ نو پر الله ايمان راوړلو او له هغه شرک او لار ورکۍ به مو توبه اېستلو ته بيړه کړې وای چې پرې ياست.