Landscape MP4 Vertical MP4

سورت نوح — آیت 7 (پښتو) — ویډیو

نوح • آیت نمبر 7 (ټولې 28 آيتونه) • پښتو


وَإِنِّي كُلَّمَا دَعَوْتُهُمْ لِتَغْفِرَ لَهُمْ جَعَلُوا أَصَابِعَهُمْ فِي آذَانِهِمْ وَاسْتَغْشَوْا ثِيَابَهُمْ وَأَصَرُّوا وَاسْتَكْبَرُوا اسْتِكْبَارًا 7
ترجمه:
او بېشكه زه چې هر وارې دوى د دې لپاره راوبلم چې ته دوى وبخښې (نو) دوى خپلې ګوتې په خپلو غوږونو كې ننباسي او په خپلو جامو سره ځان (مخ) پټ كړي او په كفر باندې) اصرار (او همېشه والى) كوي او لويي كوي ډېر غټه لويي نوح ۷۱:۷
تفسیر:
او هر کله به مې چې هغوی هغه څه ته رابلل چې د هغوی د بښنې لامل کېدل لکه يوازې ستا لمانځل، ستا او ستا د رسول پيروۍ ته، خپل غوږونه به يې په خپلو ګوتو پټول، ترڅو زموږ د بلنې اورېدل منع کړي، او مخونه به يې په خپلو جامو پټول تر څو ما ونه ويني، او پر شرک پاتې کېدو ته يې دوام ورکولو او د هغه څه له منلو او باور کولو يې لويي کوله چې ورته را بلل مې.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ نوح • آیت 6 راتلونکې نوح • آیت 8