Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الأنفال — آیت 50 (پښتو) — ویډیو

الأنفال • آیت نمبر 50 (ټولې 75 آيتونه) • پښتو


وَلَوْ تَرَىٰ إِذْ يَتَوَفَّى الَّذِينَ كَفَرُوا ۙ الْمَلَائِكَةُ يَضْرِبُونَ وُجُوهَهُمْ وَأَدْبَارَهُمْ وَذُوقُوا عَذَابَ الْحَرِيقِ 50
ترجمه:
او كه چېرې ته ووینې هغه وخت چې ملايك د كافر شويو كسانو ساګانې قبض كوي، چې د هغوى مخونه او د هغوى شاګانې وهي او (ورته وايي:) سخت سوزونكى عذاب وڅَكئ الأنفال ۸:۵۰
تفسیر:
که لیدلای وای تا-ای پیغمبره-هغه کسان چې کفر یې کړی و په الله او د هغه په رسول کله چې اخلي ملائک روحونه د هغوي په داسې حال کې چې راکاږي ورڅخه روحونه او وهي یې په مخونو کله چې ورته مخامخ وي او په شاګانوکله چې شا ورواړوي اوتښتي او ورته وایې:وڅکئ-ای کافرو-سوزوونکی عذاب که دا حالت وګورې خاماخا یو لوی شان والا کار به وګورې.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الأنفال • آیت 49 راتلونکې الأنفال • آیت 51