او دوى له دغو (مومنانو) نه هېڅ عیب نه لیده مګر دا چې دوى په الله باندې ایمان راوړى و، چې ډېر غالب، ښه ستايل شوى دى البروج ۸۵:۸ ⧉
تفسیر:
او دغو کافرانو پر مؤمنانو يوازې له دې امله عيب لګولو چې هغوی پر داسې برلاسي الله ايمان راوړی و چې هيڅوک نه شي پرې برلاسی کېدلای او په هرڅه کې ستايل شوی دی.