مګر هغه چې الله يې وغواړي، بېشكه دغه (الله) په ښكاره و پوهېږي او په هغه څه چې پټ وي الأعلى ۸۷:۷ ⧉
تفسیر:
مګر دا چې الله د کوم حکمت له مخې د يو څه هېرول وغواړي، بېشکه هغه پاک ذات پر هغه څه پوهيږي چې ښکاره کول کيږي او څه چې پټول کيږي، له دغه څخه هيڅ هم ترې نه پټيږي.