Landscape MP4 Vertical MP4

سورت التوبه — آیت 103 (پښتو) — ویډیو

التوبه • آیت نمبر 103 (ټولې 129 آيتونه) • پښتو


خُذْ مِنْ أَمْوَالِهِمْ صَدَقَةً تُطَهِّرُهُمْ وَتُزَكِّيهِمْ بِهَا وَصَلِّ عَلَيْهِمْ ۖ إِنَّ صَلَاتَكَ سَكَنٌ لَهُمْ ۗ وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ 103
ترجمه:
(اى نبي!) ته د دوى له مالونو نه صدقه واخله، چې ته دوى پاك كړې او په دې سره يې تزكیه وكړې او دوى ته دعا وكړه، بېشكه ستا دعا د دوى لپاره تسكین دى او الله ښه اورېدونكى، ښه عالم دى التوبه ۹:۱۰۳
تفسیر:
ای رسوله! د هغوی له مالونو زکات واخله، چې د سرغړونو او ګناهونو له پليتۍ يې پاک کړې او نيکۍ يې ورزياتې کړي، له هغوی څخه يې تر اخېستو وروسته دعا ورته وکړه، بېشکه ستا دعا د هغوی لپاره لورېينه او ډاډ دی، الله ستا د دعا اورېدونکی دی، د هغوی پر کړنو او نيتونو ښه پوه دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ التوبه • آیت 102 راتلونکې التوبه • آیت 104