Landscape MP4 Vertical MP4

سورت التوبه — آیت 123 (پښتو) — ویډیو

التوبه • آیت نمبر 123 (ټولې 129 آيتونه) • پښتو


يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا قَاتِلُوا الَّذِينَ يَلُونَكُمْ مِنَ الْكُفَّارِ وَلْيَجِدُوا فِيكُمْ غِلْظَةً ۚ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ مَعَ الْمُتَّقِينَ 123
ترجمه:
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو له هغو كفارو سره وجنګېږئ چې تاسو ته نژدې دي او لازم ده چې دوى په تاسو كې سختي ومومي او تاسو پوه شئ چې یقینًا الله د پرهېزګارو ملګرى دى التوبه ۹:۱۲۳
تفسیر:
الله مؤمنانو ته له هغو کافرانو سره د جنګ امر کړی دی چې له هغوی سره نېږدې دي، ځکه هغوی د مؤمنانو لپاره خطر ګرځي هغوی ته د نېږدېوالي له امله، همدارنګه يې امر ورته کړی چې ځواک او سختي ښکاره کړي د هغوی د وېرولو او شر د دفع کولو لپاره، الله تعالی په خپله مرسته او تاييد له ځان ساتونکو مؤمنانو سره دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ التوبه • آیت 122 راتلونکې التوبه • آیت 124