Landscape MP4 Vertical MP4

سورت التوبه — آیت 39 (پښتو) — ویډیو

التوبه • آیت نمبر 39 (ټولې 129 آيتونه) • پښتو


إِلَّا تَنْفِرُوا يُعَذِّبْكُمْ عَذَابًا أَلِيمًا وَيَسْتَبْدِلْ قَوْمًا غَيْرَكُمْ وَلَا تَضُرُّوهُ شَيْئًا ۗ وَاللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ 39
ترجمه:
كه تاسو ونه وځئ (نو) هغه (الله) به تاسو ته ډېر دردوونكى عذاب دركړي او له تاسو نه غیر به بل قوم په بدل كې راولي او تاسو به هغه ته هېڅ شى ضرر ونه رسولى شئ او الله په هر شي باندې ښه قادر دى التوبه ۹:۳۹
تفسیر:
که چېرې تاسو د الله په لار کې جهاد او د دښمنانو سره جنګ ته ونه وځئ -ای مومنانو- نو الله تعالی به درته د ذلت سزا درکړي، او ستاسو پر ځای به داسې یو قوم راولي چې د الله اطاعت به کوي، کله چې ورڅخه وغوښتل شي چې د جهاد لپاره وځئ نو دوی وځي، او تاسو د ده د امر په نه منلو کې ده ته هېڅ زیان نشئ رسولی، ځکه چې هغه تاسو څخه بې پروا دی، او تاسو ده ته محتاج یاست، او الله تعالی په هر څه توان لرونکی دی، هېڅ شی یې نشي نا توانه کولی، هماغه د خپل دین او پېغمبر سره په مرسته کولو کې له تاسو پرته توانمند دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ التوبه • آیت 38 راتلونکې التوبه • آیت 40